افغانستان دډیروکړکیچونواوګډوډی سره مخامخ دی!
ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)

دناټوغیرنظامی استازی  :

افغانستان دډیروکړکیچونواوګډوډی سره مخامخ دی!

دانټرنیت دمنابعوڅخه

"حكمت چتين" دشمالي آتلانتيك پيمان د(ناټو)د سازمان غیرنظامی استازی په افغانستان کښې دپنجشنبی په ورځ د۱۳۸۵ لمریزکال دغويي په  ۱۴څوارلسمه نیټه د۲۰۰۶ م کال دمې دمیاشتی په څلرمه اعلان وکړچې دغه هیوادلاتراوسه دډیروامنیتی اودبیاروغاونی له ستونزواوکړکیچن وضعیت اوګډوډی سره مخامخ دی  .

" چتين" په کابل کښې دخبرلیکوونکواوژورنالیستانوسره په یوه خبری ناسته  کې وويل: سربیره پرهغه  چې تراوسه ډیرکارونه ترسره سوی دی افغانستان ویوی مطلوبی ټولنی ته درسیدلولپاره لاهم ډیره اوږده لاره په مخ کې لري  .  

((حكمت چتين)) په دی اړه په زغرده توګه وویل: په ټوله نړی کې یوله عمدوکړکیچونوڅخه  ټروریسم دی اوهمدغسی  اوس دغه  یوبین المللی کړکیچ  دی چې  له دی کړکیچ  سره مبارزه باید دبین المللی ټولنی په ګډکارسره صورت ونیسی  .

ده دناټودسازمان،دسربازانوپراخیدل دافغانستان په لویدیزه سیمه کښې ددغوکړکیچ دزیاتیدوپربسنټ په دی هیوادکـې وبـــاله،اوده په دی هکلــه وویل چـــې په راتلوونکی  کې دغــــه سربازان دنوروباندنیی هیوادونود

سربازانوقومانده په خپل لاس کې به یې واخلی .

دناټوغیرنظامی استازی دامریکی دسربازانودشتون په هکله په افغانستان کې په اشاری سره وویل  :  دغه هیواددناټود لمړینومخ دمخه کړنوپه سرکې په نړی کې قرارلري .

((حكمت چتين ))زیاته کړه : ناټوله یوی خوا دخپلوسربازانوپه ډیرولوسره اودبلی خوانه دافغانستان دملی اردو اودپولیسو دمحاربوی قابلیتونو اوپه کمی توګه په دغه بهیرکې ددوی رول دامنیت په تامینولوکې په دی هیوادکې ګـــڼـــی .

((چتين ))په دی توګه څرګنده وي : ددی کار دترسره کولودپاره اوږده لاره په مخ کې دي اودناټوسربازان په افغانستان کی دیوی  اوږدی مودی لپاره به پاته سی .

انګلیس دپنجشنبی په ورځ د(ايساف) دامنیتی مرستی  دبین المللی قوتونوقومانده اولارښودنه به د(ناټو) دشمالی  آتلانتيك د سازمان څخه  په ا فغانستان کې،دغه قومانده،مسؤولیت اولارښودنه  یې په خپله  غاړه واخيست . 

 "ايساف" دناټوترلارښودنی لاندی همدا اوس (۱۴۰۰۰) څوارلس زره تنه سربازان په افغانستان کې لري چې دغه سربازان د(۲۶) شپږویشتودناټودغړوهیوادونواود(۱۱)یوولسوغیرناټودهیوادونوڅخه جوړشوی دی . ددی سربازانوپه پراخیدل سره دافغانستان په جنوبی برخوکې  قراردی چې ددی سربازانوشمیرتر(۱۷۰۰۰) اوه لسوزروتنوپوری به ورسیږی  .

ناټوتیرکال دایساف دقواوو قومانده اولارښودنه یې په دی هیواد کې په غاړه واخیستل اوبرسیره دکابل نه به دافغانستان په (۱۱) یوولسوشمالی اولویدیزو ولایتونوکښې ځای پرځای  شوی اوموجودی دی  . /

 

 

 


May 8th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی